چین د ایران پرضد د بندیزونو د ختمیدا غوښتنه وکړه
ایرنا خبري اژانس وايي د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جائو لي جیان د ایران پرضد د امریکا د یواړخیزه بایکاټونو په لغو کولو ټینګار وکړ .
هغه نن وویل چین په ۲۰۱۵ میلادي کال کښې د اټومي تړون پراساس په ایران باندې د بایکاټ لپاره د ملګروملتونو په امنیت شورا باندې د دباو لپاره د امریکا له هڅو سره مخالف دی .
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جائو لي جیان د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د امریکا له هرډول زوروینې سره د مخالفت په ترڅ کښې وویل د ایران پرضد بایکاټونه غیر قانوني دي او باید لغو شي .
هغه د صهیونیسټ رژيم لخوا د اردن سین د لویدیځې غاړې د یوشمیر سیمو د یوځاې کولو په هکله د چین د دریځ په اړه وویل پیکینګ د اردن سیند د لویدیځې غاړې د یوځاې کولو او هلته د صهیونیسټ میشته ښارګیو له جوړولو سره مخالف دی .
د چین د خارجه وزارت ویاند وویل د فلسطین په نیواکي سیمو کښې د صهیونیسټ میشته ښارګیو جوړول د امنیت شورا د اعلان پراساس په کامل ډول د نړیوالو قوانینو پرخلاف دي او باید د ملګروملتونو د پریکړه لیکونو په شمول موافقو ته پاې بند ووسي .