په کورونا ویروس د ککړیدونکو شمیر زیات شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i91191-په_کورونا_ویروس_د_ککړیدونکو_شمیر_زیات_شوی
زمونږ خبریال وايي د ملګروملتونو د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او مشر ټیدروس ایډهانوم غیبریوسیس وویل کورونا ویروس په ټوله نړۍ کښې په زیاتیدا دی او په تیرې جون میاشت کښې دغه ویروس بیخي زیات خور شوی و .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 02, 2020 01:57 Asia/Kabul
  • په کورونا ویروس د ککړیدونکو شمیر زیات شوی

زمونږ خبریال وايي د ملګروملتونو د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او مشر ټیدروس ایډهانوم غیبریوسیس وویل کورونا ویروس په ټوله نړۍ کښې په زیاتیدا دی او په تیرې جون میاشت کښې دغه ویروس بیخي زیات خور شوی و .

ډبلیو ایچ او  زیاته کړه په تیره اونۍ کښې په ټوله نړۍ کښې هره ورځ په کورونا ویروس د یولک شپیتو زرو (۱۶۰۰۰۰) کسانو د ککړیدا راپورونه ورکول کیدل .

دغه را د سره صلیب نړیوالې کمیټۍ ریډکراس هم وویل د امریکا خلک د کورونا ویروس زیاته بیه ورکوي .

ریډکراس په ډیرو هیوادونو کښې د کورونا ویروس په سیاسي کولو نیوکه وکړه او خبرداری یې ورکړ د امریکا او د برازیل په شان هیوادونو کښې د حکومتي مشرانو اختلاف رامینځته کونکی ځواب د زیاتو خلکو د مړینې سبب کیږي .

د سره صلیب نړیوالې کمیټۍ وویل امریکا د دغه ډول اختلاف او د ساینسي ټولنې لخوا د ورکړل شویو هدایتونو د نه تعقیبولو په وجه زیاته بیه ورکوي .