امریکا د روغتیا له نړیوالې ادارې ووتله
فارس خبري اژانس وايي د امریکا د مشرانو جرګې سینا د بهرنیو اړیکو د کمیټۍ لوړرتبه غړي باب میننډیز( Bob Menendez) پرون د ملګروملتونو له روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیوایچ او څخه د خپل هیواد په رسمي ډول د وتلو خبر ورکړ .
هغه وویل د امریکا ولسمشر ټرمپ ولسي جرګې کانګرس ته په یوه(۱) یادښت کښې ویلي دي واشنګټن په رسمي ډول د روغتیا له نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او څخه وتلي ده .
بان میننډیز په دوام کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د حکومت په دغه اقدام باندې نیوکې سره وویل د روغتیا له نړیوالې ادارې د امریکا وتل د هیواد د خلکو د ژوند ساتنه نه کوي بلکې د هغوې ژوند نور په خطر کښې اچوي .
د امریکا ولسمشر ټرمپ د روان میلادي کال په تیرې میاشتې کښې ویلي وو د ملګروملتونو د روغتیا له نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او سره به د خپل هیواد اړیکې غوڅې کړي .
د امریکا ولسمشر ټرمپ چې د کورونا ویروس د خپریدا په هکله د ده د مدیریت د څرنګوالي په وجه په هیواد کښې له نیوکو سره مخ دی له تیرو څو اونیو راهسې د روغتیا نړیواله اداره ډبلیو ایچ او له چین څخه په پلویتوب او د کورونا ویروس د خپریدا په هکله د لومړنیو اطلاعاتو د پټولو لپاره په هڅې تورنه کړي ده .