امریکا د روغتیا له نړیوالې ادارې ووتله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i91334-امریکا_د_روغتیا_له_نړیوالې_ادارې_ووتله
فارس خبري اژانس وايي د امریکا د مشرانو جرګې سینا د بهرنیو اړیکو د کمیټۍ لوړرتبه غړي باب میننډیز( Bob Menendez) پرون د ملګروملتونو له روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیوایچ او څخه د خپل هیواد په رسمي ډول د وتلو خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 08, 2020 01:12 Asia/Kabul
  • امریکا د روغتیا له نړیوالې ادارې ووتله

فارس خبري اژانس وايي د امریکا د مشرانو جرګې سینا د بهرنیو اړیکو د کمیټۍ لوړرتبه غړي باب میننډیز( Bob Menendez) پرون د ملګروملتونو له روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیوایچ او څخه د خپل هیواد په رسمي ډول د وتلو خبر ورکړ .

هغه وویل د امریکا ولسمشر ټرمپ ولسي جرګې کانګرس ته په یوه(۱) یادښت کښې ویلي دي واشنګټن په رسمي ډول د روغتیا له نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او څخه وتلي ده .

بان میننډیز په دوام کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د حکومت په دغه اقدام باندې نیوکې سره وویل د روغتیا له نړیوالې ادارې د امریکا وتل د هیواد د خلکو د ژوند ساتنه نه کوي بلکې د هغوې ژوند نور په خطر کښې اچوي .

د امریکا ولسمشر ټرمپ د روان میلادي کال په تیرې میاشتې کښې ویلي وو د ملګروملتونو د روغتیا له نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او سره  به د خپل هیواد اړیکې غوڅې کړي .

د امریکا ولسمشر ټرمپ چې  د کورونا ویروس د خپریدا په هکله د ده د مدیریت د څرنګوالي په وجه په هیواد کښې له نیوکو سره مخ دی له تیرو څو اونیو راهسې د روغتیا نړیواله اداره ډبلیو ایچ او له چین څخه په پلویتوب او د کورونا ویروس د خپریدا په هکله د لومړنیو اطلاعاتو د پټولو لپاره په هڅې تورنه کړي ده .