د امریکې ۱۷ ایالتونو له ټرمپ څخه شکایت وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i91470-د_امریکې_۱۷_ایالتونو_له_ټرمپ_څخه_شکایت_وکړ
د امریکې ۱۷ ایالتونو او کولمبیا سیمې د هغې مقرراتي وضعې په وجه چې د ځینو بهرنیو محصلینو لپاره د ویزو د نه صادرولو غوښتنونکې ده، د دغه هیواد له ولسمشر ډونلډ ټرمپ څخه شکایت وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 14, 2020 03:08 Asia/Kabul
  • د امریکې ۱۷ ایالتونو له ټرمپ څخه شکایت وکړ

د امریکې ۱۷ ایالتونو او کولمبیا سیمې د هغې مقرراتي وضعې په وجه چې د ځینو بهرنیو محصلینو لپاره د ویزو د نه صادرولو غوښتنونکې ده، د دغه هیواد له ولسمشر ډونلډ ټرمپ څخه شکایت وکړ.

دغه شکوائیه چې پرون د اتلسو لویو څارنوالو له خوا د ماساچوسټ سیمې په محکمه کښې برابر شوه، د کورونا وایرس د خپریدو په دې ګډووډو حالاتو کښې د بهرنیو محصلینو د ایستلو لپاره د فیډرل حکومت د بې رحمانه، بې غوره او غیرقانوني اقدام د لغوه کیدو غوښتونکې شوې ده.

د ټرمپ حکومت په دې وروستیو کښې ویلي په امریکې کښې مقیم هغه بهرني محصلین چې کلاسونه   به یې د روان کار په مني کښې د کرونا په وجه په مجازي یا انټرنیټي توګه ترسره شي، باید له امریکې ووځي.

د امریکې ایالتونو او روزنیزو ارګانونو د ټرمپ دا اقدام د کالجونو او پوهنتونونو د خلاصولو او په حضوري توګه د کلاسونو د ترسره کولو په لړ کښې تر دباؤ لاندې د دغو تعلیمي ادارو د راوستلو لپاره د ټرمپ یوه هڅه بللې ده.

ټرمپ د کرونا په وجه له صحي خبرداریو سره سره ګواښ کړی چې که د امریکې ښوونځي او پوهتونونه په مني یا خزان کښې خلاص نه شي نو ورته به بودجه ور نه کړي.