ټرمپ د حالاتو لا پسې خراب کولو ښاغلی ونومول شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i91783-ټرمپ_د_حالاتو_لا_پسې_خراب_کولو_ښاغلی_ونومول_شو
زمونږ خبریال وايي د امریکا د ولسي جرګې کانګرس مشرې نینسي پیلوسي د کورونا ویروس په کنټرولولو کښې د ولسمشر ټرمپ په کړچار نیوکې سره هغه د حالاتو د لا پسې خرابولو ښاغلی ونوموه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 27, 2020 10:08 Asia/Kabul
  • ټرمپ د حالاتو لا پسې خراب کولو ښاغلی ونومول شو

زمونږ خبریال وايي د امریکا د ولسي جرګې کانګرس مشرې نینسي پیلوسي د کورونا ویروس په کنټرولولو کښې د ولسمشر ټرمپ په کړچار نیوکې سره هغه د حالاتو د لا پسې خرابولو ښاغلی ونوموه .

هغې له این این ټیلي ويژن سره په مرکه  کښې وویل زه د امریکا د ولسمشر ټرمپ لپاره نوی نوم لرم د حالاتو د لا پسې خرابولو ښاغلی  او زیاته یې کړه  ځنډ کول او انکار  کول دا دوکه ورکول دي او دا خبره چې وايي په جادويې ډول به کورونا ویروس ورک شي دا یوه(۱) معجزه ده او نور شیان مونږ په داسې موقعیت کښې ورغلي یوو .

د امریکا ولسمشر ټرمپ څه موده مخکې ویلي وو ویروس کورونا یوې(۱) معجزې ته ورته دی او ورک به شي .

په تیرو اونیو کښې د امریکا د کانګرس مشرې په کورونا ویروس غور کولو کښې د ولسمشر ټرمپ د مدیریت په څرنګوالي نیوکې زیاتې کړي دي په دې ډول چې تیره اونۍ یې د دغه ویروس په مقابل کښې د حکومت په کړچار نیوکې سره هغه د ټرامپ ویروس وباله .

دغه راز د امریکا د مشرانو جرګې یوه(۱) غړي سناتور ډیک ډوربین په دې خبرې سره چې د هیواد خلک له ډیرو مشکلاتو سره مخ دي وویل ولسمشر ټرمپ پورټ لینډ ښار ته د فیډرال ځواکونو د استولو پرځاط باید له کورونا ویروس سره د مقابلې لاره پیدا کړي .