د کرونا په ختمیدو سره
د بیجنګ جوماتونه پس له شپږو میاشتو پرانیستې ښول
Jul 28, 2020 03:05 Asia/Kabul
د چین په پلازمینې بیجنګ کښې جوماتونه چې د کرونا وایرس د خپریدو له امله تړل شوي وو، پس له شپږو میاشتو بیرته پرانیستې شول.
د ایرنا د خبر له مخې د چین حکومت پرون وویل: د کرونا وایرس او ناروغۍ د خبریدو په وجه د پلازمینې بیجنګ جوماتونه پرانیستل شوي او مسلمانان کوی شي چې په دغو مذهبي ځایونو کښې خپل مذهبي او دیني فعالیتونه ترسره کړي.
خبر زیاتوي چې جومات ته له ننوتو مخکښې د کسانو تبه یا د بدن تاودوخه معلوموله کیږي او مسلمانان هم باید ماسک ولري او د لمانځه په وخت یې هم په خپلو کښې فاصله لږترلږه یو میټر وي.
په چین کښې د مسلمانانو شمیر تقریباً ۲۰ میلیونه دی او په دغه هیواد کښې ۳۵ زره جوماتونه دي.
په چین کښې تراوسه ۸۳ زره او ۸۹۱ کسان په کرونا وایرس ککړ شوي چې په کښې ۴ زره او ۶۳۴ کسان مړه شوي دي.
ټیګونه