ډونالډټرمپ دکرونائي بحران دکنټرولولو وس نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i91897-ډونالډټرمپ_دکرونائي_بحران_دکنټرولولو_وس_نه_لري
مونږ پخپل تاریخ کې له بې مخینې چیلنجونو سره مخ شوي یوو او ښکاره ده چې په دغو بحراني شرائطو کې ډونالډټرمپ دخپلو مسئولیتونو دترسره کولو هیڅ ډول توانمنۍ نه لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 01, 2020 02:04 Asia/Kabul
  • ډونالډټرمپ دکرونائي بحران دکنټرولولو وس  نه لري

مونږ پخپل تاریخ کې له بې مخینې چیلنجونو سره مخ شوي یوو او ښکاره ده چې په دغو بحراني شرائطو کې ډونالډټرمپ دخپلو مسئولیتونو دترسره کولو هیڅ ډول توانمنۍ نه لري .

ایرنا خبری آژانس رپور ورکړی،دامریکا راتلونکي نومبر په ولسمشریزو انتخاباتوکې د ډونالډټرمپ اصلی سیال جوزف بایډن د کوویډ-۱۹ ډوله ناروغۍ یا هماغه کرونا وروس په وړاندې د د واشنګټن دچارواکو په دومدارو ناکامیو په سختو نیوکو سره وئيلي دي ، دډونالډټرمپ حکومت د کرونائي بحران  دپيزواني کولو لپاره هیڅ سټراټژي نه لري .

 بایډن بیګا پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلی دي ،څه دپاسه شپږ میاشتې مخکې  په امریکا کې په کرونا ویروس لومړنی ککړ کس پیژندل شوی  ؤ،خو د امریکا ولسمشر ټرمپ تر دې دمه  ددغې مرګوني ناروغۍ د کنټرولولپاره هیڅ اغیز شیندونکی پروګرام نه دی جوړ کړی .

 جوبایډن د کرونا ویروس په کنټرولولو کې د ټرمپ د حکومت  دپلمو په ردولو سره وئیلي دي،دا یو بې توجیه ماته ده چې  هره ورځ دزرګونو کسانو ژوند اخلي .

 هغه پخپل یوه بل ټویټ کې هم لیکلي دي،مونږ پخپل تاریخ کې له بې مخینې چیلنجونوسره مخ شويیوو او ښکاره ده چې په دغو بحراني شرائطوکې ډونالډټرمپ دخپلو مسئولیتونو دترسره کولوهیڅ ډول توانمنۍ نه لري .

د امریکا د ۲۰۲۰کال دولسمشرۍ  د انتخاباتو دترسره کیدا د وخت په رانزدیکیدو سره  او د کرونائي بحران په کنټرولولو کې د ټرمپ د حکومت پرله پسې ناکامیو پسې نظر غوښتي شوي   چې دهغو په نتیجو پوهیدلی شو ، جوزف بایډن  دټرمپ په وړاندې د بریالیتوب لازیات چانس لري .

داپه  داسې حال کې دي چې په درستې نړۍ کې  دکرونائي بحران په  دوام کې امریکا تر ټولو زیات کرونائي ککړ  اوکرونائي قربانیان لري  او هماغه راز  په کرونا دککړو هیوادونو  په سر کې یو بحراني هیواد دی . په همداوروستیو کې د هرې ورځې داحصایو په اسسا ، چې  په دغه هیواد کې خپریږي ،  په امریکا کې په هرې یوې دقیقې کې یو کسا خپل ژوند له لاسه ورکوي .