د تاجکستان د ترانسپورټ وزیر د ځان وژنې هڅه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i92180-د_تاجکستان_د_ترانسپورټ_وزیر_د_ځان_وژنې_هڅه_کړې
سرچینې زیاتوي، چې نوموړي په پلازمېنه دوشنبه کې په خپل کور کې د چاقو په وسیله ځان وژنه کوله خو ژغورل شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 12, 2020 00:32 Asia/Kabul
  • د تاجکستان د ترانسپورټ وزیر د ځان وژنې هڅه کړې

سرچینې زیاتوي، چې نوموړي په پلازمېنه دوشنبه کې په خپل کور کې د چاقو په وسیله ځان وژنه کوله خو ژغورل شوی دی.

د تاجکستان رسنۍ وایي، چې د دې هېواد د ترانسپورټ وزیر خدایار خدیارازاده د ځان وژنې هڅه کړې ده.

سرچینې زیاتوي، چې نوموړي په پلازمېنه دوشنبه کې په خپل کور کې د چاقو په وسیله ځان وژنه کوله خو ژغورل شوی دی.

د تاجکستاني رسنیو په راپورونو کې راغلي، چې نوموړي د کورنیو ستونزو له امله ځان وژنه کوله، خو کورنۍ یې پولیسو ته خبر ورکړی او نوموړی یې ژغورلی دی.

راپورونه د تاجکستان د روغتیایي چارواکو له قوله وایي، چې نوموړی اوسمهال روغتون کې تر درملنې لاندې دی او صحي وضعیت یې ښه دی.