روسيې د کرونا ضد واکسين جوړکړ
Aug 12, 2020 00:45 Asia/Kabul
نوموړي ويلي، دوی د کرونا پر وړاندې لومړنی واکسين رسماً ثبت کړ او دغه واکسین د هغه لور ته هم لګول شوې دې .
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وايي، دغه هېواد تر ټولو وړاندې د لومړي ځل لپاره د کرونا وايروس ضد واکسين جوړ کړ.
رويټرز خبري اژانس وايي، روسيه لومړی هېواد شو، چې د کرونا ضد واکسين جوړولو بهير يې بشپړ کړ.
له بل لوري پوتين ويلي، روسيه وتوانېده چې له دوو مياشتو په کمه موده کې د واکسين جوړولو ټول پړاوونه بشپړ کړي او پر انسانانو يې هم تطبيق کړي.
نوموړي ويلي، دوی د کرونا پر وړاندې لومړنی واکسين رسماً ثبت کړ او دغه واکسین د هغه لور ته هم لګول شوې دې .
د روغتیا نړیوالې ادارې هم ویلی دي چی له روسیې سره د واکسین پرسر په خبرو بوخت دې .
ټیګونه