د امام زین العابدین علیه السلام د شهادت تسلیت ومنئ
نن د محرم الحرام د میاشتې دولسمه نیټه ده چې د رسول الله مبارک له پاکو لمسیانو څخه د امام حسین علیه السلام د زوي، د سجاد لقب لرونکي امام زین العابدین علیه السلام د شهادت کلیزه ده.
د شیعیانو څلورم امام حضرت زین العابدین(ع) په ۳۸ هجري قمري کال کښې په مدینې منورې کښې وزیږید. دغه پړاؤ د اسلام د ګرانقدره پيغمبر حضرت محمد مصفطی(ص) په کورنۍ باندې ډیر په سخته تیریده.
امام سجاد علیه السلام چې د کربلا په پیښه کښې بیمار و، د خپل پلار امام حسین علیه السلام له ستر غورځنګ وروسته یې د هغه د پیغام د خپرولو او د لارې د دوام دروند مسئولیت یې قبول کړ او د کربلا د پاڅون د ماهیت او اهمیت د ښودلو په لړ کښې یې ډیرې هلې ځلې وکړې.
د شیعیانو څلورم معصوم امام د اسلامي تمدن او کلتور په جوړولو او د قرآن پاک د سوچه تعلیماتو په خپرولو کښې ډیر زیار وایسته او په خپلې ځانګړې روشن خیالۍ سره یې د مسلمانو پوهانو روزلو ته مخه کړه څو له دې لارې قرآن کریم او د رسول الله مبارک سنت خوندي پاتې شي.
د مسلمانانو لپاره د امام سجاد علیه السلام یو بل ارزښتناک میراث د (صحیفه سجادیه) په نوم کتاب دی. دغه کتاب که څه هم د دعا او راز و نیاز په چوکاټ کښې دی خو ډیر اسلامي او عرفاني علوم او معارف، شرعي قوانین او احکام او حساس سیاسي، ټولنیز، روزنیز او اخلاقي مسائل په کښې شامل دي.
په هم دې لړ کښې بیګا چې د امام حسین علیه السلام د عزادارۍ له وروستۍ شپې سره هم برابره وه، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په شتون سره د تهران په امام خمیني(رح) امامباړه کښې د ویر او ماتم مراسم ترسره شول.
مونږ هم د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا د رسول ا... مبارک د پاکې کورنۍ مینه والو ته د امام سجاد علیه السلام د شهادت د کلیزې تسلیت او تعزیت وایو.