د کورونا واکسین به تر ۲۰۲۱ میلادي کال پورې برابر شي
زمونږ خبریال وايي د روغتیا نړیوالې موسسې ډبلیو ایچ او وویل هیله نشته چې د کورونا ویروس پرضد واکسین د دوه زره یویشتم (۲۰۲۱) میلادي کال تر نیمايي پورې تیار شي .
د روغتیا د نړیوالې موسسې ډبلیو ایچ او ویاندې میرمن مارګارټ هریس ( Margaret Harris)پرون په جینیوا کښې په خبري کانفرنس کښې وویل هیڅ بالقوا واکسین تراوسه د بالیني ازموینو په پرمختللي پړاونو کښې د روغتیا د نړیوالې ادارې د نظر وړ کابو پنځوس فیصده (۵۰) سویې په اندازه واضح کارندوالی نه دی ښودلی .
دا په داسې حال کښې دي چې د امریکا د ناروغیو د کنټرول او د مخنیوي مرکز په تیرې پنجشنبې ورځ په یوې (۱) بیانیې کښې د ایالتونو روغتیايي چارواکو ته وویل په نوامبر میاشت کښې د کورونا ضد واکسین د ترلاسه کولو لپاره چمتو شي .
د امریکا ولسمشر ټرمپ هڅه کوي چې د کورونا ویروس د ازموینې د دریم (۳) پړاو له بشپړیدا مخکې دغه واکسین په خلکو وزمویي چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ولس رایې ترلاسه کړي .
اروپايي اتحادیې هم په نوامبر میاشت کښې د انګلستان د یوه (۱) شرکت د کورونا ویروس ضد واکسین د ویشل کیدا خبر ورکړی .