د کورونا واکسین به تر ۲۰۲۱ میلادي کال پورې برابر شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i92679-د_کورونا_واکسین_به_تر_۲۰۲۱_میلادي_کال_پورې_برابر_شي
زمونږ خبریال وايي د روغتیا نړیوالې موسسې ډبلیو ایچ او وویل هیله نشته چې د کورونا ویروس پرضد واکسین د دوه زره یویشتم (۲۰۲۱) میلادي کال تر نیمايي پورې تیار شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 05, 2020 00:43 Asia/Kabul
  • د کورونا واکسین به تر ۲۰۲۱ میلادي کال پورې برابر شي

زمونږ خبریال وايي د روغتیا نړیوالې موسسې ډبلیو ایچ او وویل هیله نشته چې د کورونا ویروس پرضد واکسین د دوه زره یویشتم (۲۰۲۱) میلادي کال تر نیمايي پورې تیار شي .

د روغتیا د نړیوالې موسسې ډبلیو ایچ او  ویاندې میرمن  مارګارټ هریس ( Margaret Harris)پرون په جینیوا کښې په خبري کانفرنس کښې وویل هیڅ بالقوا واکسین تراوسه د بالیني ازموینو په پرمختللي پړاونو کښې د روغتیا د نړیوالې ادارې د نظر وړ کابو پنځوس فیصده (۵۰) سویې په اندازه  واضح کارندوالی نه دی ښودلی .

دا په داسې حال کښې دي چې د امریکا د ناروغیو د کنټرول او د مخنیوي مرکز په تیرې پنجشنبې ورځ په یوې (۱) بیانیې کښې د ایالتونو روغتیايي چارواکو ته وویل په نوامبر میاشت کښې د کورونا ضد واکسین د ترلاسه کولو لپاره چمتو شي .

د امریکا ولسمشر ټرمپ هڅه کوي چې د کورونا ویروس د ازموینې د دریم (۳) پړاو له بشپړیدا مخکې دغه واکسین په خلکو وزمویي چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ولس رایې ترلاسه کړي .

اروپايي اتحادیې هم په نوامبر میاشت کښې د انګلستان د یوه (۱) شرکت د کورونا ویروس ضد واکسین د ویشل کیدا خبر ورکړی .