د روسیي جوړ واکسین دفاعي غبرګون لمسوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i92684-د_روسیي_جوړ_واکسین_دفاعي_غبرګون_لمسوي
ضد روسي واکسین کې یې برخه اخیستې انټي باډیز وده کړې ده. د لانسټ طبي ژورنال په رپوټ کې د یو شمېر روسي ساینسپوهانو له قوله ویل شوي چې په واکسین اخیستونکو کې 'جدي جانبي عوارض(Side Effects) ' نه دي لیدل شوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 05, 2020 02:01 Asia/Kabul
  • د روسیي جوړ واکسین دفاعي غبرګون لمسوي

ضد روسي واکسین کې یې برخه اخیستې انټي باډیز وده کړې ده. د لانسټ طبي ژورنال په رپوټ کې د یو شمېر روسي ساینسپوهانو له قوله ویل شوي چې په واکسین اخیستونکو کې 'جدي جانبي عوارض(Side Effects) ' نه دي لیدل شوي.

بل لور ته ماهرین وايي، په پراخه کچه لا لویو تجربو ته ضرورت شته چې د سپوتنیک پنځه نومي دغه واکسین خوندیتوب او ګټورتیا ثابته شي.

تېره میاشت روسي چارواکو اعلان وکړ چې د هېواد روغتیايي چارو همغږې کوونکې ادارې یې دغه واکسین تایید کړل.

لویدیځ کې یو شمېر ماهرینو ویلي و، 'روسیه بېړه کوي او په څېړنه کې یو(1) مهم پړاو ترې پاتې دی. '

خو روسیې دغه څرګندونې بې بنسټه وبللې او رد یې کړې.

ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، له دوو لوڼو یې یوې دغه واکسین اخیستي دي.

د روسیې دولتي ټلویزیون د جمعې پر ورځ د دفاع وزیر سیرګي شویګیو وښود چې د واکسین چاره یې خپله تر سره کوله.

اوسمهال د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د کورونا وېروس مخنیوي واکسین چمتو کولو بهیر پیل شوی دی او نژدې ۲۰ یې داسې دي چې کلینیکي ازموینه یې روانه ده.

روسي ماهرینو په جولای میاشت کې د واکسین بریالۍ تجربې خبره وکړه

هغه ازموینه چې د کورونا مخنیوي واکسین په هکله د برتانیا اکسفورډ پوهنتون کې شوې، ښيي چې کېدای شي وېروس ته د بدن دفاعي نظام د غبرګون لامل شي.