ټرمپ د افغانستان دحکومت پر ضد طالبانو سره ملګری شوی
زمونږ خبریال وايي د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جنرال هربرټ مکماسټر د افغانستان په اړه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر تګلاره سختې نیوکې کړې دي او دا یې د زرګونو امریکایي عسکرو د قربانیو ضایع کول بللي دي.
نوموړي له امریکایي 'سي بي اېس ' تلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، ولسمشر ټرمپ د افغانستان د حکومت پر ضد د طالبانو ملګرتیا کوي.
جنرال مکماسټر د سي بي اېس تلویزیون 'شپېته دقیقې ' خپرونه کې ویلي، دی په دې باور دی چې د افغانستان په اړه د ولسمشر ټرمپ اوسنۍ پالیسي ناسمه ده.
ښاغلی مکماسټر په دې مرکه کې زیاتوي:
"زه فکر کوم موږ په افغانستان کې یوې دوامدارې ژمنتیا ته اړتیا لرو، چې د افغانستان د حکومت او د افغان امنیتي ځواکونو مرسته وکړو. ځکه دوی دي چې د دې جګړې بار ته یې اوږه ورکړې ده".
د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د افغانستان د حکومت او د طالبانو پلاوي په دوحه کې په بین الافغاني خبرو بوخت دي.
ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ښکاره ویلي چې د افغانستان د حکومت او د طالبانو د جوړجاړي په بڼه کې به له افغانستانه خپل ټول ځواکونه وباسي.
امریکا او طالبانو تېره فبرورۍ میاشت کې د دوحې خپلمنځي تړون کې هم له افغانستانه د ټولو امریکایي او بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه کړې ده.
خو د جنرال مکماسټر په ګډون یو شمېر پخواني او اوسني امریکایي چارواکي په دې باور دي چې ولسمشر ټرمپ له افغانستان د ځواکونو په ایستلو کې بیړه کوي، او دا تګلاره ښایي په راتلونکې کې د امریکا ملي امنیت ته زیان ورسوي.
جنرال مکماسټر په ۲۰۱۷ کال کې د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت سلاکار شو، خو د ۲۰۱۸ کال په مارچ کې یې له دې دندې استعفا ورکړه.
بل لور ته په دوحه کې د افغان سولې په تړاو د بین الافغاني مذاکراتو د پيل یوه (1)اونۍ پوره شوه، خو د تمو خلاف په افغانستان کې جګړې او تاوتریخوالی ډېر شوی دی.