تاجیکستان د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړي کوي
فارس خبري اژانس وايي د تاجیکستان ولسمشر امامعلي رحمان د افغانستان د خارجه وزارت له سرپرست محمد حنیف اتمر سره چې د یوه(۱) لوړرتبه پلاوي په مشرۍ دوشنبې ته تللی دی د بین الافغاني سولې د خبرو اترو ملاتړ وکړ .
د امامعلي رحمان له حنیف اتمر سره په کتنه کښې وویل له افغانستان سره ملګرتیا د تاجیکستان د خارجي سیاست یو(۱) لومړیتوب دی چې تل ورته جدي پام شوی دی .
د تاجیکستان ولسمشر امامعلي رحمان په قطر کښې د بین الافغاني سولې د خبرو اترو پیلیدا ته په اشارې سره وویل دوشنبې په افغانستان کښې د امنیت ، د سولې او د پایداره ثبات په تامینیدا کښې د افغانستان د حکومت د هڅې ملاتړ کړی دی او د هر هغه اقدام چې د دغه هیواد د حالاتو په سوله ییز ډول له حل سره مرسته کوي هرکلی کوي .
له دې مخکې د تاجیکستان خارجه وزیر سراج الدین مهرالدین هم د افغانستان د خارجه وزارت له سرپرست محمد حنیف اتمر سره په ټیلي فوني خبرو کښې په قطر کښې له طالبانو ډلې سره د افغانانو د سولې له خبرو د ملاتړ په ترڅ کښې هیله کړي وه چې په دغه هیواد کښې جنګ پاې ته ورسیږي .