پلوسي وائي له مالیاتو د ټرمپ تښته ملي خیانت دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93243-پلوسي_وائي_له_مالیاتو_د_ټرمپ_تښته_ملي_خیانت_دی
په امریکا کې له مالیاتو تښته او د مالیاتو نه ورکول،یوه داسې رسوائي ده چې په کرتو ئې ددغه هیواد لوړپوړي چارواکي له خپلو څوکیو استعفی ورکولو ته اړ کړي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 29, 2020 09:06 Asia/Kabul
  • پلوسي وائي له مالیاتو د ټرمپ  تښته ملي خیانت دی

په امریکا کې له مالیاتو تښته او د مالیاتو نه ورکول،یوه داسې رسوائي ده چې په کرتو ئې ددغه هیواد لوړپوړي چارواکي له خپلو څوکیو استعفی ورکولو ته اړ کړي دي .

 این بی سی نیوز  خبری چینل راپور ورکړی،د امریکا دکانګرس مشرې میرمن نینسي پلوسي ددغه هیواد د ولسمشر ډونالډټرمپ د مالیاتي تښتې په باب دنیویارک ټایمز ورځپاڼې په راپور په غبرګون کې وئيلی دي ، دغه موضوع چې ټرمپ  کابو څلور سوه میلیون پوروړی دی،ملی امنیت ئې تر پوښتنې لاندې راوستی ، حکومتونه او بهرني  عوامل پر ټرمپ اغیزشیندلی شي .

  نیویارک ټایمز ورځپاڼې  دمالیاتي سندونو په استناد سره وئيلي دي ،ډونالډټرمپ  په ۲۰۱۶کال کې  یوازې اوه سوه پنځوس ډالر مالیات ورکړي دي .

 دنیویارک ټایمز په راپور کې راغلي دي ،ټرمپ په وروستیو پنځلسو کلونو کې پر عایداتو هیڅ مالیات نه دي ورکړي،ځکه مالیاتي مامورانو ته ئې وئيلي دي ،له دې زیات چې  ګټه وکړي په دغې مودې کې ئې تاوانونه کړي دي .

 ډونالډټرمپ  د  د خپلې مالیاتې تښتې  په باب د نیویارک ټایمز ورځپاڼې  راپور  بللی دی .

په امریکا کې  له مالیاتو تښته  او د مالیاتو نه ورکول،یوه داسې رسوائي ده چې په کرتو ئې ددغه هیواد  لوړپوړي چارواکي له  خپلو څوکیو استعفی ورکولو ته اړ کړي دي .