دملګروملتو سرمنشی په نړۍ کې د اوربند غوښتنه وکړه
Oct 02, 2020 11:47 Asia/Kabul
ملګري ملتونه د اکتوبر دویمه نېټه د نه تاوتریخوالي نړیوالې ورځې په توګه نمانځي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش یو ځل بیا په نړۍ کې د اوربند غوښتنه کړې ده.
ګوترش د عدم تشدد د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي د سږ کال تر پایه اوربند به رنځ او قحطۍ کمه او د سولې خبرو ته لاره هواره کړي.
ملګري ملتونه د اکتوبر دویمه نېټه د نه تاوتریخوالي نړیوالې ورځې په توګه نمانځي.
سږ کال دغه ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې د افغانستان د جګړې ښکېلې خواوې د لومړي ځل لپاره دوحه کې د سولې خبرو ته ناست دي.
د دغو خبرو پر پيل ۲۰ ورځې تېرې شوي خو تر اوسه دواړه لوري کومې ښکاره پرېکړې ته نه دي رسېدلي او د تاوتریخوالي کچه هم نه ده کمه شوې.
ټیګونه