دملګروملتو سرمنشی په نړۍ کې د اوربند غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93311-دملګروملتو_سرمنشی_په_نړۍ_کې_د_اوربند_غوښتنه_وکړه
ملګري ملتونه د اکتوبر دویمه نېټه د نه‌ تاوتریخوالي نړیوالې ورځې په توګه نمانځي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 02, 2020 11:47 Asia/Kabul
  •  دملګروملتو سرمنشی په نړۍ کې د اوربند غوښتنه وکړه

ملګري ملتونه د اکتوبر دویمه نېټه د نه‌ تاوتریخوالي نړیوالې ورځې په توګه نمانځي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش یو ځل بیا په نړۍ کې د اوربند غوښتنه کړې ده.

ګوترش د عدم تشدد د نړیوالې ورځې په مناسبت  په خپل پیغام کې ویلي د سږ کال تر پایه اوربند به رنځ او قحطۍ کمه او د سولې خبرو ته لاره هواره کړي.

ملګري ملتونه د اکتوبر دویمه نېټه د نه‌ تاوتریخوالي نړیوالې ورځې په توګه نمانځي.

سږ کال دغه ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې د افغانستان د جګړې ښکېلې خواوې د لومړي ځل لپاره دوحه کې د سولې خبرو ته ناست دي.

د دغو خبرو پر پيل ۲۰ ورځې تېرې شوي خو تر اوسه دواړه لوري کومې ښکاره پرېکړې ته نه‌ دي رسېدلي او د تاوتریخوالي کچه هم نه ‌ده کمه شوې.