ارمنستان د افغانستان د غړیتوب د ختمیدا غوښتنه وکړه
تسنیم خبري اژانس وايي د ارمنستان حکومت د قره باغ په شخړه کښې له اذربایجان جمهوریت څخه د کابل له ملاتړ وروسته د ډله ییز امنیت د تړون په موسسې کښې د افغانستان د غړیتوب د لغو کولو غوښتنه وکړه .
د ارمنستان د لومړي وزیر د ملي امنیت د شورا مشر ارارات میرزویان (Ararat Mirzoyan) د قره باغ سیمې په لانجې کښې له اذربایجان جمهوریت څخه د کابل له ملاتړ وروسته په رسمي ډول د ډله ییز امنیت د تړون د موسسې له سیکریټریټ څخه وغوښتل چې په دغه موسسې کښې د افغانستان د غړیتوب د لغو کولو په کار غور وکړي او دغه چاره اجرايي کړي .
له دې مخکې د افغانستان خارجه وزارت په یوې (۱) خبر پاڼه کښې د قره باغ سیمه په نړیواله سویه د اذربایجان جمهوریت د خاورې د یوې (۱) برخې په توګه په رسمیت پيژندلي وه او د ارمنستان لخوا د دغه سیمې د نیواک د ختمیدا غوښتنه یې کړي وه .
د ډله ییز امنیت د تړون موسسه په دوه زره دوهم (۲۰۰۲)میلادي کال کښې د دغه موسسې د غړیو هیوادونو یعني د روسیې د ارمنستان د بیلاروس د قزاقستان د قیرغیزستان او د تاجیکستان د امنیت د ساتلو په هدف سره جوړه شوي وه او افغانستان او صربستان هم له ۲۰۱۳میلادي کال راهسې د دغه موسسې د څارونکو غړیو په توګه غوره شول .