ایران او روسیې د قره باغ سیمې په اړه خبرې وکړې
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت او د روسیې خارجه وزیرانو د سیمې د بدلونونو په هکله خبرې وکړې .
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف بیګا په ټیلي فوني خبرو کښې د قره باغ سیمې د وروستیو بدلونونو په هکله د نظر تبادله وکړه .
اذربایجان جمهوریت او ارمنستان د قره باغ سیمې په هکله له یوبل سره اختلاف لري او د نوموړي سیمې په هکله د دواړو هیوادونو شخړه له نولس سوه اته اتیایم (۱۹۸۸) میلادي کال راهسې پیل شوي ده .
د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان ترمینځ د نښتو په نوي پړاو کښې چې له تیرې یکشنبې ورځې راهسې پیل شوی دی تراوسه د دواړو هیوادونو ګڼ شمیر ځواکونه مړه او ژوبل شوي دي .
بل خبر دا چې د ایران د پارلمان د خارجي سیاست او د ملي امنیت د کمیسیون نائب رئیس عباس مقتدايي وویل د قره باغ سیمې په هکله د اذربایجان جمهوریت او د ارمستان شخړه پوځي حل لاره نلري او دغه لانجه به یوازې د خبرو اترو او سیاسي لارې حل شي .
هغه پرون د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان ترمینځ وورستیو جنګونو او په دې زمینه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د دریځونو په هکله وویل د ایران اساسي او منطقي سیاست په سیمه کښې د دوستۍ او د سولې ساتل دي .