د امریکا ولسمشر ټرمپ روغتون ته انتقال شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93324-د_امریکا_ولسمشر_ټرمپ_روغتون_ته_انتقال_شوی
زمونږ خبریال وايي ویل کیږي د امریکا ولسمشر ټرمپ په کورونا ویروس له ککړیدا وروسته اوس په واشنګټن کښې والټر ریډ روغتون ته وړل شوی . ټرمپ به څو ورځې په دغه روغتون کښې بستري وي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 03, 2020 02:56 Asia/Kabul
  • د امریکا ولسمشر ټرمپ روغتون ته انتقال شوی

زمونږ خبریال وايي ویل کیږي د امریکا ولسمشر ټرمپ په کورونا ویروس له ککړیدا وروسته اوس په واشنګټن کښې والټر ریډ روغتون ته وړل شوی . ټرمپ به څو ورځې په دغه روغتون کښې بستري وي .

د امریکا ولسمشر ټرمب نیت نلري چې د ولسمشرۍ اختیارات خپل مرستیال مایک پنس ته ورکړي او هغه به له کورونا ناروغۍ سره سره د چارو واګې په لاس کښې ولري .

د سپینې ماڼۍ ډاکټر وویل له پرون سهار راهسې د ولسمشر ټرمپ تبه ده او هغه په کورونا ویروس ککړ شوی .

امریکا همدا اوس په کورونا ویروس د ککړو کسانو د شمیر له پلوه په نړۍ کښې په لومړي لمبر کښې ده او ترټولو زیات کسان هم په امریکا کښې مړه  شوي دي .