ارمنستان په قره باغ کې د اوربند لپاره شرط وټاکه
د نوویستی خبری اژانس له راپور سره سم نیکول پاشینیان نن ادعا وکړه چی حاضر دمه د ترکیې تر ملاتړ لاندې د مینځنی ختیځ ترهه ګر د اذربایجانی عسکرو تر څنګ د ارمنستانی عسکرو په وړاندی جنګیږی
د ارمنستان لومړی وزیر له جنوبی قفقازه د ترکیې وتل په قره باغ سیمه کی د اوربند شرط وباله .
د نوویستی خبری اژانس له راپور سره سم نیکول پاشینیان نن ادعا وکړه چی حاضر دمه د ترکیې تر ملاتړ لاندې د مینځنی ختیځ ترهه ګر د اذربایجانی عسکرو تر څنګ د ارمنستانی عسکرو په وړاندی جنګیږی .
ارمنستان په ځلونو ترکیه تورنه کړی ده چی له اذربایجان جمهوریت سره پوځی مرسته کوی خو د باکو چارواکودا تورنه رد کړی دي ، خو د ارمنستان او اذربایجان جمهوریت ترمینځ په تاوتریخوالی او سرحدی نښته په رامینخټه کیدا پسې انکار اعلان کړی دی چی د باکو په څنګ کی دریدلی دی او له هغه سره له هیڅ ډول مرستې ډډه نه کوی .