اذربایجان جمهوریت او ارمنستان اووربند ومانه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93455-اذربایجان_جمهوریت_او_ارمنستان_اووربند_ومانه
فارس خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن سهار وختي د قره باغ په لانجمنه سیمه کښې د جنګونو د بندولو او د اووربند د ټینګولو لپاره د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان د موافقې خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 10, 2020 02:22 Asia/Kabul
  • اذربایجان جمهوریت او ارمنستان اووربند ومانه

فارس خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن سهار وختي د قره باغ په لانجمنه سیمه کښې د جنګونو د بندولو او د اووربند د ټینګولو لپاره د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان د موافقې خبر ورکړ .

لاوروف په قره باغ سیمه کښې د اووربند د ټینګولو لپاره د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان د موافقې د خبر  په اعلانولو سره وویل دغه اووربند له بیګا شپې راهسې پیل شوی دی .

د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف په ماسکو کښې د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان او دغه راز  د روسیې د خارجه وزیرانو له درې اړخیزه غونډې وروسته چې لس (۱۰) ساعته یې دوام درلود د دغه غونډې د ګډې بیانیې په لوستلو سره وویل د سره صلیب نړیواله کمیټه به د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان ترمینځ د مینځګړي رول ولوبوي او په اووربند به څارنه وکړي .

دغه بیانیه وايي چې دغه اووربند د بندیانو د تبادلې د جنګ په سیمو کښې د وژل شویو کسانو د مړیو د راغونډولو او له ملکي خلکو سره د مرستې په شمول د بشر دوستانه هدفونو لپاره ټینګ شوی دی .

روسیه پرون د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان او د  ماسکو د درې اړخیزه غونډې کوربه وه .

د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان خارجه وزیران  د روسیې د ولسمشر پوتین په بلنه ماسکو ته ورغلل چې په قره باغ سیمه کښې د جنګونو د ختمولو د امکان په هکله خبرې وکړي .

د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول ډیرو هیوادونو د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان ترمینځ د جنګونو د بندیدا او د دغو دوو(۲) هیوادونو ترمینځ د خبرو اترو د پیلیدا غوښتنه کړي وه .