اذربایجان جمهوریت او ارمنستان اووربند ومانه
فارس خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن سهار وختي د قره باغ په لانجمنه سیمه کښې د جنګونو د بندولو او د اووربند د ټینګولو لپاره د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان د موافقې خبر ورکړ .
لاوروف په قره باغ سیمه کښې د اووربند د ټینګولو لپاره د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان د موافقې د خبر په اعلانولو سره وویل دغه اووربند له بیګا شپې راهسې پیل شوی دی .
د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف په ماسکو کښې د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان او دغه راز د روسیې د خارجه وزیرانو له درې اړخیزه غونډې وروسته چې لس (۱۰) ساعته یې دوام درلود د دغه غونډې د ګډې بیانیې په لوستلو سره وویل د سره صلیب نړیواله کمیټه به د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان ترمینځ د مینځګړي رول ولوبوي او په اووربند به څارنه وکړي .
دغه بیانیه وايي چې دغه اووربند د بندیانو د تبادلې د جنګ په سیمو کښې د وژل شویو کسانو د مړیو د راغونډولو او له ملکي خلکو سره د مرستې په شمول د بشر دوستانه هدفونو لپاره ټینګ شوی دی .
روسیه پرون د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان او د ماسکو د درې اړخیزه غونډې کوربه وه .
د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان خارجه وزیران د روسیې د ولسمشر پوتین په بلنه ماسکو ته ورغلل چې په قره باغ سیمه کښې د جنګونو د ختمولو د امکان په هکله خبرې وکړي .
د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول ډیرو هیوادونو د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان ترمینځ د جنګونو د بندیدا او د دغو دوو(۲) هیوادونو ترمینځ د خبرو اترو د پیلیدا غوښتنه کړي وه .