ایران د یورانیمو پخولو ته هماغه راز دوام ورکوي
د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس عمومی مدیر وئيلي دي د پلټنو په باب ایران د دوي له پلټونکو سره ملګرتیا ته دوام ورکوي .
فارس خبری اژانس راپور ورکړی،د ایټمي ا نرژۍ دنړیوال آژانس عمومی مدیر رافائل ګروسي د ایټمي وسلو د جوړولولپاره د ایران دهلوځلو په باب د ا مریکایانو او صهیونیسټانو په بې اساسه ادعاګانو د بطلان د کرښې په راکښلو سره تائيد کړې ده ،چېایران ددغه کار لپاره کافي ایټمي مواد نه دي تولید کړي .رافایل ګروسي پرون ناوخته د آسټریا :دي پرسه : ورځپاڼې سره په خبرو کې وئيلی دي،ایرانیان د یورانیمو پخولو ته دوام ورکوي ، له هغه څه په لازیاتې اندازې سره ، چې ایران ئې په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې ژمنه کړې،او دغه اندازه هره میاشت لاپسې زیاتیږي .
ددغې ورځپاڼې له قوله د روئيټرز خبری آژانس په لیکنې سره،ګروسي ددې په باب دیوې پوښتنې په ځواب کې چې څومره وخت غواړي څو ایران ایټمی وسلې جوړې کړي ، توضیح ورکړی،مونږ د ایټمي انرژۍ په نړیوال آژانس کې د طوپاني وخت په باب (یعني د ایټمي وسلو د جوړولو د وخت په باب )خبرې نه کوو .مونږ د ایټمي موادو دخاص کمیّت اندازې ته ګورو، د پاخو شوو یورانیمو یا د پلوټونیّمهغې لږ تر لږې اندازې ته ،چې دیوه ایټم بم د جوړولو لپاره ئې ضرورتد وي ،دم ګړۍ ایران د ایټمي موادو هغه خاص اندازه په اختیار کې نه لري په عین حال کې د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانسعمومی مدیر وئيلي دي دپلټنو په باب ایران د دوي له پلټونکو سره ملګرتیا ته دوام ورکوي .