د امریکا استازي د افغانستان له ډلو سره خبرې وکړې
ایرنا خبري اژانس د افغان سرچینو په قول وویل د افغانستان په چارو کښې د امریکا استازي زلمي خلیل زاد په قطر کښې د افغان ډلو د سولې د خبرو اترو د پیاوړتیا په پلمه له مرکچي پلاویو سره کتنه وکړه .
د قطر په پلازمینې دوحې کښې د طالبانو ډلې او د افغانستان د حکومت له استازندویه پلاوي سره د امریکا د خارجه وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد په پرون ورځې کتنه کښې دواړو لورو د سولې د بهیر د پیاوړتیا او اووربند ته د رسیدا لپاره خبرې او د نظر تبادله وشوه .
په قطر کښې د طالبانو او د افغانستان د حکومت له استازیو سره د خلیل زاد خبرې اترې په داسې حال کښې وشوې چې امریکا له طالبانو سره د سولې د موافقې پراساس ژمنه شوي وه خپل عسکر د روان کال تر پاې پورې له افغانستان څخه وباسي .
د افغانستان شخصیتونه او چارواکي په هیواد کښې د خارجي عسکرو په تیره بیا د امریکا د پوځیانو د شتون دوام د سولې د خبرو اترو د ناکامۍ ترټولو مهم عامل ګڼي .
د امریکا ولسمشر ټرمپ تیره اونۍ اعتراف کړی و چې واشنګټن ژمن دی خپل ټول عسکر تر راتلونکي کریسمیس اختر پورې له افغانستان څخه وباسي .
که څه هم له پروګرام سره سم ټاکل شوي وه د روان میلادي کال تر نوامبر میاشتې پورې په افغانستان کښې د امریکا د عسکرو شمیر تر څلورو یا پینځو زرو(۵۰۰۰) پورې راکم شي خو نښې نښانې په دې هکله د امریکا د ژمنې د خلاف ورزۍ ښودنه کوي .