د اذربایجان جمهوریت او ارمنستان جګړه اوس هم روانه ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د قره باغ په لانجمنې سیمې کښې د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان د عسکرو ترمینځ جنګونه د پینځویشتو (۲۵) ورځو په تیریدا سره اوس هم دوام لري .
د اذربایجان جمهوریت دفاع وزارت په یوې (۱) خبر پاڼه کښې د قره باغ سیمې په اغدره ، فضولي – جبرئیل او قوبادلي چورلیزونو کښې د جنګونو د دوام خبر ورکړ او ویې ویل ارمنستان په ترتر ښار هم د توپونو ډزې کړي دي .
د اذربایجان جمهوریت دفاع وزارت دغه راز په هورادیز لاره کښې د ارمنستان د یوې(۱) بلې بې پایلوټه الوتکې د نسکورولو خبر ورکړ .
د قره باغ په لانجمنې سیمې کښې د سپتمبر د میاشتې له اوویشتمې (۲۷) نیټې راهسې د اذربایجان جمهوریت او دارمنستان ترمینځ جنګونه پیل شوي اود اووربند د موافقې له لاسلیک کیدا سره دواړه هیوادونه یوبل د اووربند په ماتولوتورنوي .
په قره باغه سیمه کښې جنګونه اوس هم دوام لري او اذربایجان جمهوریت ټینګار کړی دی چې د ارمنستان عسکر باید له دغه سیمې ووځي .
د قره باغ جنګ دوام به د صهیونیسټ رژیم په شمول چې اذربایجان جمهوریت او ارمنستان جنګ ته هڅوي د خارجي او د سیمې د ځینو نورو هیوادونو ګټې تامین کړي .
خو د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول ځینې هیوادونه په قره باغ سیمه کښې د جنګ د زیاتیدا منفي اغیزونو ته په پام سره د جنګونو دختمیدا او د نړیوالو حقوقو او د قوانینو پراساس د رغنده خبرو اترو له لارې د دغه شخړې د حل کولو غوښتونکي دي .