اذربایجان جمهوریت له ارمنستان دوه ویشت کلي ازاد کړل
ایرنا خبري اژانس وايي د اذربایجان جمهوریت ولسمشر الهام علي اف بیګا په قره باغ سیمه کښې د ارمنستان د عسکرو له نیواک څخه د جبرائیل ، دفضولي او د زنګیلان ولسوالیو د دوه ویشتو (۲۲) نورو کلیو د ازادولو خبر ورکړ .
هغه وویل د اذربایجان جمهوریت پوځیانو د فضولي ولسوالۍ ګجه ګوزلو ، اشاقي سید احمدلي او زررګر کلي او د جبرائیل ولسوالۍ بلند ، پاپي ، تولوس ، حاجیلي او تینلي کلي د ارمنستان د عسکرو له نیواک څخه ازاد کړل .
د اذربایجان جمهوریت ولسمشر الهام علي اف دغه راز وویل د زنګیلان ولسوالۍ خوراما ، خمارلي ، ساریل ، بابایلي ، اوچونجو اقالي ، حاجالي ، قیراخ موشلان ، اودګون ، تورباد ، ایچري موشلان ، ملیکلي ، جهانګیر بیلګي او بهارلي کلي د ارمنستان د عسکرو له نیواک څخه ازاد شوي دي .
په قره باغ سیمه کښې د اذربایجان جمهوریت دغه هستوګنه سیمې اوه ویشت (۲۷) کاله مخکې د ارمنستان عسکرو نیولي وې .