د آذربائجان جمهوريت او آرمينيا د فوځيانوترمېنځ نښتې دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93868-د_آذربائجان_جمهوريت_او_آرمينيا_د_فوځيانوترمېنځ_نښتې_دوام_لري
د ډزبندۍ باوجود په قره باغ لانجمنه سيمه کښې آذربائيجان جمهوريت او آرمينيا د فوځيانوترمېنځ نښتې هم هغه شان دوام لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 30, 2020 09:44 Asia/Kabul
  • د آذربائجان جمهوريت او آرمينيا د فوځيانوترمېنځ نښتې دوام  لري

د ډزبندۍ باوجود په قره باغ لانجمنه سيمه کښې آذربائيجان جمهوريت او آرمينيا د فوځيانوترمېنځ نښتې هم هغه شان دوام لري.

له باکو څخه زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د آذربائيجان جمهوريت د دفاع وزارت وويل، د دغه هېواد فوځيانو نن د ګورانبوي، ترتر، آغدام او آغجبدي څلورو ښارونو باندې د آرمنييا د فوځ حملې شنډې کړې.

د آذربائيجان جمهوريت د دفاع د وزارت د اعلان له مخې په دغو نښتو کښې د آرمينيا ګڼ شمېر ځواکونه مړۀ او ژوبل شول او د هغوي يو شمېر وسلې، جنګي سازوسامانونه ، دوه سوخو ۲۵ جنګي الوتکې او درې ټينکونه تباه کړې شول.

په دغه رپوټ کښې د آذربائيجان جمهوريت د فوځيانو مرګ ژوبلې ته څه اشاره نه ده شوې و د آرمينيا حکومت هم د دغو څرګندونو په ردعمل کښې څخه د نظر  څرګندونه نه ده کړې.