يو کشميري مشر د هند د پوليسو په لاسو ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93929-يو_کشميري_مشر_د_هند_د_پوليسو_په_لاسو_ووژل_شو
د هند چارواکو وويل، په کشمير کښې د يوې وسله والې ډلې مشر د هندي پوليسو په ډزو سره ووژل شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 02, 2020 08:32 Asia/Kabul
  • يو کشميري مشر د هند د پوليسو په لاسو ووژل شو

د هند چارواکو وويل، په کشمير کښې د يوې وسله والې ډلې مشر د هندي پوليسو په ډزو سره ووژل شو.

د سپوټنېک د رپوټ له مخې د هند پوليسو وويل، د حزب مجاهدين مشر سېف ا... مير چې په مصعب – ډاکټر سېف مشهور ؤ له هندي ځواکونو سره د نښتو په دوران کښې د زخمي شويو ځواکونو په علاج معالجه بوخت ؤ په سرينګر ښار کښې له هوائي ډګر سره نزدې ووژل شو.

د کشمير د پوليسو مفتش ويجي کمار د هندي ځواکونو په لاسو د حزب مجاهدين د عملياتو يو اصلي قوماندان  دغه اقدام يوه ستره کاميابي وبلله.