له افغانستان او عراق څخه د امریکا یوشمیر عسکر وځي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94272-له_افغانستان_او_عراق_څخه_د_امریکا_یوشمیر_عسکر_وځي
فارس خبري اژانس وايي د امریکا د دفاع وزارت سرپرست کریسټوفر میلر (Christopher Miller) له عراق او افغانستان څخه د واشنګټن د یوشمیر ترهګرو عسکرو د ایستلو خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 18, 2020 01:36 Asia/Kabul
  • له افغانستان او عراق څخه د امریکا یوشمیر عسکر وځي

فارس خبري اژانس وايي د امریکا د دفاع وزارت سرپرست کریسټوفر میلر (Christopher Miller) له عراق او افغانستان څخه د واشنګټن د یوشمیر ترهګرو عسکرو د ایستلو خبر ورکړ .

هغه بیګا وویل له عراق او افغانستان څخه د امریکا یوشمیر عسکر ایستل کیږي  او زیاته یې کړه چې په عراق کښې د واشنګټن د عسکرو شمیر له درې زره دوه سو(۳۲۰۰) څخه دوه زره پینځه سوه (۲۵۰۰) ته کمیږي .

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست کریسټوفر  میلر زیاته کړه په افغانستان کښې به هم د واشنګټن دعسکرو شمیر دوه زره پینځه سوه (۲۵۰۰) ته کم شي .

حاضردمه په افغانستان کښې د امریکا  څلور زره او پینځه سوه (۴۵۰۰) عسکر شته .

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست وویل په عراق او افغانستان کښې د عسکرو د شمیر کمول به د راتلونکي میلادي کال د جنورۍ د میاشتې تر پینځلسمې (۱۵)نیټې پورې ترسره شي .

د عراق اکثره خلک او سیاسي ګوندونه د امریکا د ترهګرو عسکرو د وتلو غوښتونکي دي او پارلمان هم د دغو پوځیانو د ایستلو پلان تصویب کړی دی .