د فرانسې د ولسمشر امانوئل ماکرون د اسلام ضد اقداماتو دوام :-
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94336-د_فرانسې_د_ولسمشر_امانوئل_ماکرون_د_اسلام_ضد_اقداماتو_دوام
د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون د خپلو اسلام ضد اقداماتو په دوام کښې د جمهوري غواړو ارزښتونو په نوم سره د یوه (۱) منشور د ملاتړ په هدف په دغه هیواد کښې د اسلامي ډلو د مشرانو لپاره یو(۱) الټې میټم وټاکه او د فرانسې مسلمانانو شورا ته یې پینځلس (۱۵) ورځې وخت ورکړی دی چې د ولسمشر د خوښې وړ منشور ومني .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 21, 2020 12:10 Asia/Kabul
  • د فرانسې د ولسمشر امانوئل ماکرون  د اسلام ضد اقداماتو دوام :-

د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون د خپلو اسلام ضد اقداماتو په دوام کښې د جمهوري غواړو ارزښتونو په نوم سره د یوه (۱) منشور د ملاتړ په هدف په دغه هیواد کښې د اسلامي ډلو د مشرانو لپاره یو(۱) الټې میټم وټاکه او د فرانسې مسلمانانو شورا ته یې پینځلس (۱۵) ورځې وخت ورکړی دی چې د ولسمشر د خوښې وړ منشور ومني .

د فرانسې د ولسمشر ماکرون د خوښې وړ منشور پراساس په کور کښې د تدریس لپاره به محدودیتونه اعمال شي او د جوماتونو د امامانو په روزنې به څارنه زیاته شي .

په اروپا کښې په بیلابیلو هیوادونو کښې له ترهګرو حملو ، د ښي پالو سیاسي ګوندونو قدرت ته له رسیدا او په ځینو اروپايي هیوادونو کښې د ملي پالو غورځنګونو له پیاوړي کیدا وروسته په تیرو څو کلونو کښې په اروپايي هیوادونو کښې اسلام ضده اقدامات زیات شوي دي .

په دې منځ ومان کښې د فرانسې په مسلمانانو دباو زیات شوی دی .

په اروپايي هیوادونو کښې په فرانسې کښې تر ټولو زیات مسلمانان وسیږي او په تیرو څو میاشتو کښې د اسلامي تفکراتو پرضد د فرانسې د چارواکو سخت دریځونه او د اسلام ضده سیاستونو سختیدا د مسلمانانو او د ازادي غواړو غورځنګونو غصه راپارولي ده .

دغه راز د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم پرضد له سپکاوي د ډکو کارټونونو خپریدل د فرانسې په شمول په بیلابیلو هیوادونو کښې د مسلمانانو د غصې سبب شوي دي او د فرانسې د ولسمشر امانوئل ماکرون غبرګون حالات نور هم  پسې خراب کړي وو .

د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون په تیرو اونیو کښې په خپل هیواد کښې د اسلام ضد اقداماتو د کمولو لپاره د هڅې پرځای د اسلام ضده  کسانو غیر منطقي دفاع کړي ده  او د بیان د ازادۍ د دفاع په پلمه یې په خپل هیواد کښې د اسلام ضده اقداماتو په دوام ټینګار کړی دی .

د فرانسې ولسمشر ماکرون څه موده مخکې په خپلو څرګندونو کښې نه یوازې وویل چې فرانسه به هماغه راز د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم پرضد له سپکاوي د ډکو کارڼونو چاپولو ته دوام ورکړي بلکې دا ډول اقدامات یې په خپل هیواد کښې د بیان ازادۍ ته د ارزښت ورکولو په لړ کښې وبلل .

د فرانسې د حکومتي چارواکو سرزورو دریځونو  د د بیلابیلو مسلمانو هیوادونو د چارواکو غصه راپارولي ده تر دې چې د اروپا د بشري حقوقو محکمې هم خبرداری ورکړ د مسلمانانو د سپیڅلتیاو د سپکاوي کولو اقدامات د یوه (۱)  عادي بحث د اجازې له حد څخه مخکې ځي او تعصب رامینځته کولای او مذهبي صلح په خطر کښې اچولی شي .

سره له دې د فرانسې د ولسمشر ماکرون اقدامات هماغه راز دوام لري .

ماکرون په یوه (۱) نوي اقدام  کښې هڅه وکړه چې د مسلمانانو پرضد محدودیتونه زیات کړي .

د جمهوري غواړو ارزښتونو د منشور برابرول او د دغه منشور لاسلیک کولو ته د فرانسې د مسلمانو ډلو د مشرانو مجبورول د هغه د اسلام ضد سیاستونو د دوام ترټولو ښکاره بیلګه ګڼلی شو .

په حقیقت کښې د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون د مسلمانانو له اغیزشیندنې په خبریدا سره هڅه کوي چې د مسلمانانو سیاسي او  ټولنیز فعالیتونه محدود کاندي داسې موضوع چې نه یوازې د مسلمانانو بلکې د نړۍ د ازادي غواړو لپاره د نه منلو وړ چاره ده .

له بلې خوا په تیرو کلونو کښې په سیاسي او اقتصادي موضوعګانو کښې د فرانسې د ولسمشر امانوئل ماکرون کړچار سبب شوی دی چې هغه د هیواد په راتلونکو انتخاباتو کښې د بریالي کیدا کم چانس ولري .

له دې کبله د فرانسې اوسنی ولسمشر ماکرون  هڅه کوي چې د مسلمانانو پرضد د  سخت دریځ په غوره کولو سره د فرانسې د ټولنې سرزوري او  ښي پالې ډلې ځان ته جذب کړي .

د فرانسې د علمي څیړنو د ملي مرکز ټولن پيژاند «لوران موچیلي» په دې زمینه کښې وویل ولسمشر امانوئل ماکرون او د هغه حکومت د سیاسي دلایلو په تیره بیا په دوه زره دوه ویشتم (۲۰۲۲) میلادي کال کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دلیل له حده زیات غبرګون ښودلی دی او امانوئل ماکرون په اوور باندې پیټرول اچوي او هغه نه غواړي له ښي پالو او ښي پالو سرزورو ډلو  سره په پرتله کښې داسې وبریښول شي چې دفاعي دریځ یې غوره کړی دی .

د فرانسې د ولسمشر امانوئل ماکرون اصلي هدف دا دی چې  په دوه زره دوه ویشتم (۲۰۲۲) میلادي کال کښې بیا ولسمشر شي او له همدې کبله ضروري ده چې ماکرون  سرزوري ښي پال دریځونه غوره کړي  چې د نولسمې () میلادي پیړۍ له ختمیدا وروسته د مهاجرت او د امنیت د موضوع په هکله دي .