د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټري:
د ایراني ساینس پوه ټرور د ملګرو ملتونو له منشور خلافورزی ده
د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټری په خپله رسمي پاڼه کې د پیغام په خپرولو سره د شهید محسن فخري زاده ټرورېدا باندې غبرګون وښود.
د تسنیم د خبري اژانس د راپور سره سم، د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټري اګنس کالامارد د شهید محسن فخری زاده تر ټرور څو ساعته وروسته په ټوییټر کې په خپله رسمي پاڼه کې دغه اقدام وېرندوکي او د سرحدونو ورهاخوا هدفمند ټرور وباله او ټینګار یې وکړ: په سوله ایره فضا کې بې له وجې د یو انسان ژوند اخیستل د ملګرو ملتونو له منشور خلافورزي ده.
کالامار زیاته کړه: هغه حکومتونه چي د منطقي لارو چارو له طریقه د خپلو اختلافاتو په حل کې ناکامه پاتي شي، نو د انسانانو د ژوند په وړاندې هم بې پامه وي.
په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت استازی مجید تخت روانچی امنیت شورا ته د لیک په استولو سره اسرائیل د ایرانی ایټمي ساینس پوه د وژلي مسئول وباله.
هغه د ټرامپ د واکمنۍ د پاتي مودې په دوران کې د امریکا او د اسرائیلو د خپلسرو اقداماتو په اړه خبرداری ورکړ.