روسیې او سوریې د امریکې یو اړخیزه بندیزونه وغندل
Dec 18, 2020 01:08 Asia/Kabul
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئی لاوروف او د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل مقداد د امریکاې لخوا د یواړخیزه او د دمشق په خلاف غیر قانوني بندیزونه چې د امریکې او دهغه د متحدانو عادت دی په سختۍ سره محکوم کړ.
د روسیي د بهرنیو چارو وزارت د زیارت په ورځ په یوې بیانیه کې خبر ورکړ: لاوروف او مقداد په مسکو کې کتنه کړې او په دې کتنه کې په سوریې کښې د بدلونونو په اړه د نظر تبادل کړی دی.
په دې بیانیه کې راغلي: د سوریي او روسیي د بهرنیو چارواکو وزیرانو د سورې د مهمو مسئلو په شمول د انساني مسئلو د حل لپاره د هڅو د دوام پر ضرورت او د مذاکراتو په چوکاټ کې د مسئلو په حل کولو ټینګار وکړ.
ټیګونه