په نیجریا کې د شیخ زکزاکي په ملاتړ لاریونونه شوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94982-په_نیجریا_کې_د_شیخ_زکزاکي_په_ملاتړ_لاریونونه_شوي
د نیجریا ولس د چهار شنبې په ورځ یو ځل بیا د اسلامي غورځنګ د مشر شیخ ابراهیم زکزاکی څخه په ملاتړ بازارونو ته راووتل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 24, 2020 04:08 Asia/Kabul
  • په نیجریا کې د شیخ زکزاکي په ملاتړ لاریونونه شوي

د نیجریا ولس د چهار شنبې په ورځ یو ځل بیا د اسلامي غورځنګ د مشر شیخ ابراهیم زکزاکی څخه په ملاتړ بازارونو ته راووتل.

په دغه لاریون کې چي د نیجریا د په پلازمینه کې تر سره شو د نیجریا خلګو د شیخ زکزاکي او د هغه د مېرمني د ازادولو غوښتنه وکړه او د دې هیواد د فوځ په ضد یې شعارونه ورکړل.

شیخ ابراهیم زکزاکي او مېرمن یې د ۲۰۱۵ میلادي کال په ډیسمبر میاشته کې پر زاریا جومات باندې د نیجریا د فوځیانو په برید کې ونیول شول چي تر دې دمه د حکومت له خوا په بند کې ساتل کیږي.

د نیجریا فوځیانو په دغه برید کې د جومات په وړاندې پر خلګو باندې ډزې وکړې او د شیخ زکزاکي د دریو زامونو په شمول په سلګونو مسلمانان یې په شهادت ورسول.