د حضرت فاطمه الزهرا د شهادت په هکله تسلیت وایو
نن د دوشنبې ورځ د ۲۰۲۰ میلادي کال د دسمبر د میاشتې اته ویشتمه او د څوارلس سوه دوه څلوېښتم هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې دیارلسمه نیټه ده چې د یو روایت له مخې، د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د ګرانې لور او د نړۍ د شیعه مسلمانانو د لومړي (۱) امام امیرمومنان علي بن ابي طالب علیه السلام د میرمنې حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها د شهادت له کلیزې سره سمون خوري .
د نړۍ په بیلابیلو سیمو کې مسلمانو په نن ورځ په مذهبي ځایونو او امامباړو کښې د فضلیت لرونکي، د عفاف او د پاکۍ د بیلګې حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها د شهادت په مناسبت د ویر او ماتم دستورې ترسره کوي.
حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها د بعثت په پینځم (۵) کال د جمادي الثاني د میاشتې په شلمه (۲۰) نیټه په مکې مکرمې کښې وزیږیدله.
هغې له اتلس(۱۸) کاله ژوند وروسته د هغه وخت د واکمنانو لخوا د ډیرو ظلمونو او د خپل ګران پلار حضرت محمد صلی الله علیه و آله د وفات د غم او کړاو په وجه د یوه(۱) روایت پراساس د یولسم (۱۱) هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې په دیارلسمه (۱۳) او د بل روایت پراساس د جمادي الثاني د میاشتې په دریمه(۳) نیټه شهیده شوه.
د ایران پښتو راډیو د حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها د شهادت د کلیزې په مناسبت ټولو مسلمانانو او په تیره بیا د نړۍ ازادي غواړو ته تسلیت وايي.