وینزوئلا:
ټرمپ ته مو ماتې ورکړه
Jan 22, 2021 10:56 Asia/Kabul
د وینزوئلا ولسمشر نیکولاس مادورو له سپینې ماڼۍ څخه د ټرمپ پر تګ د خوشحالۍ په څرګنډولو سره وایي چې هغه ته یې ماتې ورکړې ده.
مادورو ویلي، ټرمپ یو بې بندوباره او داسې کس و چې په سیاست یې سر نه خلاصېده او ټولې پرېکړې یې د خپلو شخصي ګټو لپاره کولې.
د ونزوئلا د ولسمشر په وېنا له همدې امله ټرامپ د امریکا دریځ په نړیواله کچه زیانمن کړ او له نړۍ سره یې د دغه هېواد روابط وځپل.
نوموړي هیله څرګنده کړې چی د امریکا نوی ولسمشر د سیاست له اوږدې تجربې څخه په کار اخیستلو سره امریکا بېرته پخواني مسیر ته برابره او له نړۍ سره یې اړیکې له سره ورغوي.
ټیګونه