په هند کې اورلګېدنه د پنځو کسانو ژوند واخیست
https://parstoday.ir/ps/news/world-i95568-په_هند_کې_اورلګېدنه_د_پنځو_کسانو_ژوند_واخیست
د هندوستان د واکسینونو په تر ټولو لویه کارخونه کې د اورلګېدنې د امله ۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 22, 2021 14:38 Asia/Kabul
  • په هند کې اورلګېدنه د پنځو کسانو ژوند واخیست

د هندوستان د واکسینونو په تر ټولو لویه کارخونه کې د اورلګېدنې د امله ۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د واکسین د جوړولو دغه کارخونه چې د هند په لودیځ کې موقیعت لري، د نړۍ په کچه د واکسین جوړولو تر ټولو لویه کارخونه بلل کیږي.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوو تصویرونو کې لیدل کیږي، چې د شرکت له ودانۍ څخه لوګي پورته کیږي، خو هندي چارواکي وايي، چې د واکسینونو پر تولید یې هېڅ اغېزه نه ده کړې.

 د اورلګېدنې لامل له نه دی معلوم شوی. د راپورونو له مخې د اور وژنې ډله په وخت سیمې ته رسېدلې او اور یې کنټرول کړی دی خو هغه پنځه کسان یې ونه شو ژغورلی، چې د اور په منځ کې بند پاتې وو.