د امیرالمؤمنین امام علی علیه السلام زوکړه دې پرټولو مبارک وی
د مومنانو د امیر او د متقیانو د مولا حضرت امام علي علیه السلام د نیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت په درستې نړۍ کې جشنونه او دستورې لمانځل کیږی ، او د هغه بزرګوار مینه وال د هغه د سیرت او ځانګړنو په آ وریدو سره خپله مینه ماتوی.

حضرت امام علي علیه السلام د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (صلی الله علیه و آله) په لمن کې ورزول شو او هغه لومړنی کس ؤ چې په ځلمیتوب کې د رسول ا... بزرګوار غږ ته ئې لبیک ووئیل او د خدای د وروستی پیغمبر له خوا د اسلام د پاک دین د تبلیغ په ټولو مرحلو کې د هغه بزرګوار اصلی ملګری او یاور شمیرل کید.
د ایران د اسلامی جمهوریت په کال هینداره کې د حضرت امام علي علیه السلام د نیکمرغه زوکړې د کلیزې ورځ، په «روز پدر» یعنی د پلار ورځ نومول شوې ده. په درست ایران کې د حضرت امام علی علیه السلام د نیکمرغه زوکړې کلیزه چې په حقیقت کې د امامت پلار دی، په ولولې سره لمانځل کیږی .
د تهران ریډیو د پښتو خپرونې درست کارکونکی په دې مناسبت درستو پتمنو او مستضعفینو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکی وائی .