اسرائیل، عربستان او امریکا د زکزاکي د خوشي کیدا مخه نیسي
(last modified Tue, 30 Mar 2021 10:44:07 GMT )
Mar 30, 2021 15:14 Asia/Kabul
  • اسرائیل، عربستان او امریکا د زکزاکي د خوشي کیدا مخه نیسي

فارس خبري اژانس وايي په نایجریا کښې د اسلامي غورځنګ د مشر شیخ زکزاکي یوه(۱) استازي شیخ ادم سوهو جوس وویل صهیونیسټ رژیم ، سعودي عربستان او امریکا د شیخ زکزاکي د محکمې په بهیر کښې خنډونه جوړوي او د محکمې د غونډې د ترسره کیدا مخه نیسي .

په نایجریا کښې په جوس ښار کښې د شیخ ابراهیم زکزاکي یوه (۱)استازي شیخ ادم احمد سوهو جوس د ابوجا د چارواکو له لورې د دغه هیواد د شیعه مسلمانانو تر دباو لاندې راوستلو او د شیخ زکزاکي د محکمې د بهیر په اوږدولو او د محکمې په بهیر کښې په لاسوهنې کښې د صهیونیسټ رژیم د رول په هکله موجودو راپورونو ته په اشارې سره وویل د نایجریا په حکومت  د صهیونیسټ رژیم په دباونو او د محکمې په بهیر کښې په لاسوهنې سربیره سعودي عربستان او امریکا هم د شیخ زکزاکي او د هغې د میرمنې د محکمې په بهیر کښې خنډونه رامینځته کوي .