ایران د امریکا په اپوټه له عراق سره مرسته وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i99246-ایران_د_امریکا_په_اپوټه_له_عراق_سره_مرسته_وکړه
فارس خبري اژانس وايي د اروپا د پارلمان د ایرلینډ استازي په ټویټر پیغام کښې ولیکل هغه وخت چې عراق له داعش ډلې سره د مبارزې لپاره د امریکا له حکومت څخه مرسته وغوښتله نو واشنګټن دغه غوښتنه رد کړه خو ایران د عراق مرسته وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 21, 2021 06:48 Asia/Kabul
  • ایران د امریکا په اپوټه له عراق سره مرسته وکړه

فارس خبري اژانس وايي د اروپا د پارلمان د ایرلینډ استازي په ټویټر پیغام کښې ولیکل هغه وخت چې عراق له داعش ډلې سره د مبارزې لپاره د امریکا له حکومت څخه مرسته وغوښتله نو واشنګټن دغه غوښتنه رد کړه خو ایران د عراق مرسته وکړه .

د اروپا د پارلمان د ایرلینډ استازي میک والاس په یوه (۱)ټویټر پیغام کښې داعش ډله په عراق باندې د امریکا د غیر قانوني یرغل نتیجه وبلله .

هغه وویل داعش ډلې د عراق له ورانۍ وروسته چې د امریکا د غیرقانوني یرغل پایله وه وده وکړه او د داعش ډلې اکثره غړي له هغو بندي خانو راغلل چیرې چې امریکا بې ګناه خلک شکنجه کول .

هغه وویل کله چې عراق له داعش ډلې سره د مبارزې لپاره  د امریکا له ولسمشر باراک اوباما څخه مرسته وغوښتله نو هغه د بغدا د مرستې دغه غوښتنه رد کړه او  ایران له عراق سره مرسته وکړه او په دغه وخت کښې  امریکا ، د فارس خلیج عربو هیوادونو او اسرائیلو د سوریې د ورانولو لپاره جهادي ډلو ته وسلې او مرستې ورکړې .