د هندوستان روغتونونه د آکسیجن له سخت کمي سره مخامخ شول
په هندوستان کښې په کرونا وایرس د ککړتیا د مواردو له سختې زیاتیدنې وروسته د دغه هیواد روغتونونه د آکسیجن له سخت کمي سره مخامخ شول.
په هندوستان کښې په کرونا وایرس د ککړتیا د مواردو له سختې زیاتیدنې وروسته د دغه هیواد روغتونونه د آکسیجن له سخت کمي سره مخامخ شول.
هندي ډاکټرانو وویل چې په هندوستان کښې د کرونا وایرس د خپریدو دویمې څپې د دغه هیواد درملیز جوړښتونه تر سخت دباؤ لاندې راوستې دي.
هندوستان د نړۍ د دویم زیات نفوس لرونکي هیواد په توګه په کرونا د ککړتیا له نظره ترټولو زیات شمیر لري او په یوې ورځې کښې په کښې تقریباً درې لاکه کسان په کرونا وایرس ککړ شوي دي.
د هندوستان وزیراعظم نریندر مودي وویل چې هیواد یې د کرونا وایرس له طوفان سره مخامخ دی چې د دغه هیواد هیواد د روغتیا نظام یې په تنګسه کښې راوستې دی.
په هندوستان کښې په کرونا وایرس د ککړو کسانو شمیر پرون ۱۵ میلیون، ۶ لکه ۱۶ زره او ۱۳۰ تنو ته ورسید.