امریکا د روسیې په غیر دوستو هیوادونو کښې شامله ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i99478-امریکا_د_روسیې_په_غیر_دوستو_هیوادونو_کښې_شامله_ده
فارس خبري اژانس وویل د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا بیګا د ماسکو د غیر دوستونو هیوادونو په فهرست کښې د امریکا د نوم د شاملولو خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 26, 2021 01:19 Asia/Kabul
  • امریکا د روسیې په غیر دوستو هیوادونو کښې شامله ده

فارس خبري اژانس وویل د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا بیګا د ماسکو د غیر دوستونو هیوادونو په فهرست کښې د امریکا د نوم د شاملولو خبر ورکړ .

هغې په دې خبرې سره چې روسیې د ماسکو د غیر دوستو هیوادونو د فهرست د جوړولو کار پیل کړی وویل په دغه فهرست کښې به په پریکنده توګه د امریکا نوم شامل وي ،

د روسیې د خارجه وزارت ویاندې وویل هغه هیوادونه چې په دغه فهرست کښې شاملیږي په ډیپلوماټیکو پلاویو کښې د کار کولو لپاره به د روسیې د ښاریزو له کارولو منع شي.

هغه وویل د روسیې د ولسمشر پوتین په حکم د دغه فهرست جوړول پیل شوي او د ولسمشر دغه حکم د نورو هیوادونو د دوښمانه ګامونو په مقابل کښې غچ اخیستونکی اقدام دی .