هندوستان کښې د کرونا حالت زړه دردونکی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i99518-هندوستان_کښې_د_کرونا_حالت_زړه_دردونکی_دی
د روغتیا د نړیوال سازمان عمومي منشي په هندوستان کښې د کرونا د خوریدو کړکیچنو حالات ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په دغه هیواد کښې د کرونا حالت ډیر خراب او زړه دردونکې دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 27, 2021 01:59 Asia/Kabul
  • هندوستان کښې د کرونا حالت زړه دردونکی دی

د روغتیا د نړیوال سازمان عمومي منشي په هندوستان کښې د کرونا د خوریدو کړکیچنو حالات ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په دغه هیواد کښې د کرونا حالت ډیر خراب او زړه دردونکې دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان عمومي منشي په هندوستان کښې د کرونا د خوریدو کړکیچنو حالات ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په دغه هیواد کښې د کرونا حالت ډیر خراب او زړه دردونکې دی.

ایرنا خبري آژانس لیکلي چې ټِدروس آدهانوم پرون خبریالانو ته په مرکه کښې په هندوستان کښې په کرونا باندې د خلکو د ککړیدو بې مخینې څپې او له امله یې د رامینځته شوې وژلې په هکله خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د روغتیا نړیوال سازمان په تیزۍ سره د دغه بحران له ختمولو سره د مرستې په تکل کښې دی.

هغه زیاته کړه چې د روغتیا نړیوال سازمان به تر خپله وسه د هندوستان د روغتونونو او ناروغانو لپاره د ضروري تجهیزاتو د برابرولو پوره پوره کوشش وکړي.