د اسماعیل هنیه د شهادت په هکله نوي جزیات راغلل
(last modified Sat, 03 Aug 2024 11:40:39 GMT )
Aug 03, 2024 16:10 Asia/Kabul
  • د اسماعیل هنیه د شهادت په هکله نوي جزیات راغلل

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک په یوې اطلاعیې کښې د شهید اسماعیل هنیه د ټرور د څرنګوالي جزیات بیان کړل.

د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک نن په یوې بیانیې کښې د صهیونیسټ جنایتکار رژیم د ترهګر اقدام په هکله چې د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د شهادت سبب شو وویل دغه اقدام د صهیونیسټ رژیم په پلان او اجرا او د امریکا د جنایتکار حکومت په ملاتړ سره ترسره شوی دی.

د دغه اطلاعیې په دوام کښې راغلي دي ترسره شویو تحقیقاتو او  څیړنو ته په پام سره دغه ترهګر عملیات په کابو اوه کلوګرامه جنګۍ خولې سره په لنډ واټنه توغندي سره چې چاودیدونکي مواد ورسره وو د میلمنو د هستوګن ځایونو له محدودې څخه خارج ترسره شوي دي.

د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک په دغه اطلاعیې کښې ټینګار کړی دی د شهید اسماعیل هنیه د وینې بدل پریکنده دی او صهیونیسټ ټروریسټ او ماجرا غوښتونکی رژیم  به د دغه جنایت ځواب چې سخته سزا ده په ضروري کیفیت ،  وخت او  ځاې کښې په پریکنده توګه ترلاسه کړي.