له فلسطیني بندیانو سره غیر انساني چلند جنګي جنایت دی
(last modified Thu, 08 Aug 2024 06:46:02 GMT )
Aug 08, 2024 11:16 Asia/Kabul
  • له فلسطیني بندیانو سره غیر انساني چلند جنګي جنایت دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په فلسطین کښې د ملګروملتونو د بشري حقوقو راپورټرې میرمن «فرانسچکا البانیز» له فلسطیني بندیانو سره د صهیونیسټ رژيم غیر انساني کړچار جنګي جنایت اعلان کړ.

هغې وویل هغه څه چې د فلسطیني بندیانو لپاره په «سدیه تیمان» زندان کښې رامینځته شول په قصدي ډول وو او هغه د زندان د چارواکو په مرستې سره شوي دي.

په فلسطین کښې د ملګروملتونو د بشري حقوقو راپورټرې میرمن «فرانسچکا البانیز» زیاته کړه د فلسطین بندیان لسګونو  کلونه کیږي چې ورسره غیر انساني چلندونه کیږي او د هغو جنایتونو لپاره چې صهیونیسټ پوځیان یې په خپلو زندانانو کښې د فلسطین د بندیانو پرضد ترسره کوي هیڅ  کلمه نشته.

هغې وویل د اسرائیلو چارواکي جنایتونه ترسره کوي ځکه چې پوهیږي محاکمه به نشي.

د صهیونیسټ رژيم د دولسم ټيلي ويژن یوه ویډیو په «نقب »صحرا کښې په «سدیه تیمان» زندان کښې په یوه فلسطیني بندي باندې د صهیونیسټ پوځیانو د جنسي تیري ښودنه کوي.

په همدې ارتباط د ملګروملتونو د بشري حقوقو دفتر د مستدو ثبوتونو پراساس په یوه راپور کښې د صهیونیسټ رژیم په بندي خانونو کښې د فلسطیني بنیدانو د مرګوني شکنجه کولو او ځورولو خبر ورکړ.