د ایران توغندیو د اسرائیلو پوځي تاسیساتو ته تاوان رسولی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه راپور کښې وویل د ایران لسګونه توغندي د صهیونیسټ رژيم له هوايي دفاع سیسټم څخه په بریالیتوب سره تیر شوي او د اسرائیلو پوځي تاسیساتو ته یې تاوان رسولی دی.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه راپور کښې ولیکل په صهیونیسټ رژیم باندې د ایران له توغندوي حملې او د هغه له اغیزو څخه د سپوږمکۍ په تصویرونو باندې غور ښودنه کوي چې د ایران کابو دوه ویشت لرواټنه بالسټیک توغندي په سه شنبې شپې د« نقب» دښتې په جنوب کښې د اسرائیلو په نواټیم هوايي اډې او درې نور توغندي هم د اسرائیلو په مرکز کښې په« تل نوف» اډې باندې لګیدلي دي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې زیاته کړه نورې ویډیوګانې هم شته چې ښودنه کوي د ایران کابو دوه توغندي هم د اسرائیلو د جاسوسۍ ادارې موساد د ځانګړیو عملیاتو او د استخباراتو ادارې مرکز ته نږدې غورځیدلي دي او له کبله یې دوې(۲) لوې کندې جوړې شوي دي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وايي چې د امریکا دفاع وزارت پینټاګان او د صهیونیسټ رژیم پوځ د دغه ورځپاڼې د تحقیقاتو په هکله له څه ویلو ډډه کړي ده.