ایران هغه څه ته چې لاسلیک کوي یې پاې بنده پاتې کیږي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د هر ډول موافقې په ترلاسه کولو کښې د ایران د اقتصادي ګټو په تضمین باندې ټینګار سره وویل ایران د اعتماد وړ دی او تل به هغه څه ته چې لاسلیک کوي یې پاې بنده پاتې وي.
هغه جوته کړه د ایران اسلامي جمهوریت په نولس سوه شپیتمه میلادي لسیزه کښې د این پي ټي تړون د یوه بنسټګر په توګه سوله ئیز اټومي ټیکنالوژۍ ته د عمومي لاسرسي اصولو او د اټومي وسلو ردولو ته پاې بنده و او دی او یوازنی هیواد دی چې د اخلاقي او د مذهبي دلایلو پراساس یې له اټومي وسلو سره خپل رسمي مخالفت اعلان کړی دی او دغه مخالفت د اټومي وسلو د حراموالي په هکله د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په فتوا سره بیان شوی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په دوام کښې ډاګینه کړه: د اسرائیلو رژیم په اټومي سلاکوټونو باندې په سترګو پټولو او له این پي ټي تړون سره له یوځاې کیدا او یا د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د څارنې له منلو د اسرائیلو په ډډه کولو سره لویدیځو هیوادونو په خپلو دوه ګوڼه معیارونو سره د اټومي وسلو د تولید او د پراختیا د بندیز تړون این پي ټي ته ګوزار ورکړی او اوس دوه زره پینځویشتم میلادي کال دی او دغه دوه ګوڼه معیارونه باید پاې ته ورسیږي.
هغه وویل له بده مرغه د ایران سوله ئیز اټومي پروګرام د ناسمو اخیستونونو او د سیاسي انګیزو د لرونکو روایتونو په دلیل له ناوړه تفاهم او تحریف سره مخامخ شوی دی او دا ډول روایتونه د غلطو سیاستونو د بڼه د خپلیدا او د معنالرونکي ډيپلوماسۍ لپاره د فرصتونو د له مینځه تلو سبب شوي دي.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي په دوام کښې وویل ایران په اټومي تړون کښې خپلو ژمنو ته پاې بنده و او دغه موضوع څه موده مخکې د امریکا د ملي استخباراتو د مدیرې لخوا تائید شوي هم ده.
څرنګه چې ایران له اټومي تړون څخه د امریکا د وتلو له اوو کلونو وروسته خپلو ژمنو ته پاې بنده پاتې دی ښودنه کوي ایران د اعتماد وړ دی او تل به هغه څه چې لاسلیک کوي یې پاې بنده پاتې شي او هغه کسان چې د دغه خبرې په اپوټه ادعا کوي یا نا خبره دي یا په قصدي ډول خلکو ته دوکه ورکوي.
عباس عراقچي وویل که څه هم اټومي تړون مهمه بریا وه خو نور د ایران ضرورتونو ته ځواب ورکونکی نه دی.
په ایران کښې ډیرې خلک د یوې نوي اټومي موافقې چې د ایران ګټې تضمین کړي او په عین حال کښې د ټولو لورو اندیښنې ختمې کړي غوښتونکي دي.
عراقچي وویل د ایران بازار د امریکا د ځوړتیا په حال کښې اټومي صنعت احیا کولای شي.
هغه وویل ایران هیڅکله له امریکا سره د اقتصادي او د علمي ملګرتیاخنډ نه دی شوی او اصلي خنډ د امریکا پخواني حکومتونه وو چې اکثرو یې د نفوذ ډلو تر اغیز لاندې عمل کاوه.
هغه وویل د زر میلیارډه ډالرو اقتصادي فرصت چې ایران یې وړاندې کوي د امریکا د شرکتونو پرمخ خلاصیدلای شي.
دغه شرکتونه کولای شي له غیر هایډرو کاربن سرچینو څخه د پاکې بریښنا په تولیدولو کښې له مونږ سره مرسته کولای شي.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي وویل د ایران پرضد له زور او دباو څخه کار اخیستل کارندوالی نلري.
هغه ټینګار وکړ د ایران د سرلوړي ملت پرضد له ګواښ او زور څخه استفاده کلونه کلونه کیږي چې خپل ناکارندوالی یې ښودلی دی او د روغې جوړې لاره بندوي ؛ رغنده تعامل چې د برابر مقام او د متقابل احترام پراساس رامینځته شي د خبرو اترو پرمخ بیولو او د اعتماد په رامینځته کولو کښې ډیر اغیزشیندونکی وي.