امریکا مسلمانان د کورونو او د جومات جوړولو ته نه پریږدي
(last modified Wed, 23 Apr 2025 01:40:28 GMT )
Apr 23, 2025 06:10 Asia/Kabul
  • امریکا مسلمانان د کورونو او د جومات جوړولو ته نه پریږدي

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د ټیکساس ایالت والي یعني ګورنر مسلمانان د کورونو او د جومات له جوړولو منع کړل.

لویدیځو رسنیو وویل د امریکا د ټیکساس ایالت په جوزفین کښې په څلور سوه هیکټاره ځمکې باندې د کورونو جوړول کومه عادي خبره نه ده او په تیرو څو میاشتو کښې د ټیکساس ګورنر ګریګ ایبټ په دغه سیمه کښې د کورونو د جوړولو د پروژې د دردولو کوششونه ګړندي کړي دي.

د امریکا رسنیو وویل چې د ګورنر لخوا د کورونو د جوړولو د مخه د نیولو علت د یوه جومات په خاطر دی.

د دغه پروژې د دفاع لپاره د امریکا د  اسلامي مرکز یوه وکیل وویل دغه جومات کوم جرم نه دی او د ټیکساس د ګورنر د کړچار په لیدو سره داسې ښکاري چې د سپتمبر د میاشتې د یولسمې نیټې په شان کومه پیښه رامینځته شوي وي.